د آمو دریا نفتي حوزې ورځنی استخراج 1350 ټنو ته لوړ شو

firoz_admin
Wed, Feb 28 2024 8:46 AM
ss

په آمو دریا نفتي حوزه کې د 6 نویو څاه ګانو په کیندلو او فعالولو سره د څاه ګانو شمېر 24 ته ورسېد، چې په دې سره د استخراج ورځنۍ کچه 1350 ټنو ته لوړه شوه.
د آمو دریا نفتي حوزه د هېواد په شمال سرپل، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې موقعیت لري.
چې اوس مهال په قشقري بلاک کې 15 څاه ګانې، په انګوت بلاک کې 6 څاه ګانې او په آق دریا کې 3 څاه ګانې فعالې دي، چې دنفتو ورځنی استخراج یې 1350 ټنو ته رسېږي او د یادو نفتو تصفیه د هېواد دننه د خصوصي سکټور له لوري ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې په آمو دریا نفتي حوزه کې د سړکونو، ودانیو، نفتي زېرمو د جوړولو تر څنګ په بېلا بېلو سیمو کې دوه بعدي او درې بعدي سروې هم روانه ده.
همدا رنګه د 2024 میلادي کال تر پایه پورې به په قشقري کې 12 څاه ګانې، په زمرد سای کې 8 څاه ګانې، په بازار کمي کې 1 څاه او په آق دریا کې به 2 څاه ګانې وکیندل شي، چې په دې سره به د فعالو څاه ګانو شمېر 47 ته لوړ شي او ورځنی استخراج به 3000 ټنو ته ورسېږي.
همدا راز اوس مهال په آمو دریا نفتي حوزه کې 1500 تنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کار بوخت دي او په راتلونکې کې به د کاري ساحې په پراختیا سره ډېر کاري فرصتونه برابر شي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS