دایکندي ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال سفر

firoz_admin
Sat, Nov 18 2023 1:50 PM
dd

د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي وړمه ورځ دایکندي ولایت ته په یو رسمي سفر ولاړ.
د یاد سفر موخه د دایکندي ولایت له والي حاجي عبیدالله، امنیه قومندان، د استخباراتو ریاست مرستیال، د کانونو رئیس او نورو اړوندو ادارو رئیسانو سره د کتنې ترڅنګ یې د زابل ولایت د کاني زېرمو ساتنې او څارنې لپاره شته ستونزو ته درسېدو په موخه د یوې ګډې کمېټې د جوړېدو او له کاني زېرمو څخه سمه ګټه اخیستل، د غیر قانوني کیندنو مخنیوی، د وزارت کاري طرزالعمل او پلان سره سم د کانونو د استخراج په اړه یې خبرې وکړې زیاته یې کړه: اسلامي امارت د کانونو د رونټیا په برخه کې محتاتانه او جدي عمل کوي.
همدارنګه د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال له لوري د یاد ولایت د والي په مشرۍ یې یوه ګډه کمېټه، چې پکې د یاد ولایت (امنیه قومنداني،استخبارات،کانونو ریاست،مستوفیت،اقتصاد، کرنه،چاپیریال ساتنې، سوداګري او صنعت) شامل دي جوړه کړه او زیاته یې کړه: یاده کمېټه د کانونو د غیرقانوني استخراج قاچاق مخنیوی، د کانونو د استخراج په برخه کې د چټکتیا په موخه جوړه شوه او غوښتنه یې وکړه، چې سیمه یز ارګانونو دې له یادې کمېټې سره همکاري وکړي، ټولو اړوندو ادارو ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS