د کانونو او پټرولیم وزارت ښځینه کارکونکو لپاره د مدیریت، ارتباطات او رهبرۍ تر عنوان لاندې روزنیزه برنامه په لار اچول شوه

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۳ - ۱۰:۲۱
213

د کانونو او پټرولیم وزارت 25 ښځینه کارکونکو لپاره د مدیریت ارتباطات او رهبرۍ برنامه د (GIZ) دفتر په مالي لګښت وړاندې کړل شوه.

دغه برنامه، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ښځینه کارکونکو د مدیریتي ظرفیت لوړونې په موخه په لاره اچول شوي وه درې اونۍ دوام وکړ. او د دې روزنیزې دورې فارغینو ته یې په مدیریتي برخه کې پوهه ورکړل شوه، چې د کار په ځای کې به ترې ګټه پورته کړي.

د همدې روزنیزې برنامې د پای په مراسمو کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي سید محبوب‌الله رباني او د دې وزارت یو شمیر رئیسانو ګډون کړی وه؛ د (GIZ) دفتر ستاینه وکړه او د دې برنامو پایله یې اغیزمنه وبلله، او د کارکونکو د پیاوړتیا په برخه کې یې د وزارت د رهبرۍ ژمنتیا په ګوته کړه. یاده برنامه فارغو میرمنو ته د تصدیق لیکونو په ویش پای ته ورسیده.

دا په داسې حال کې ده چې، څه موده وړاندې د دې وزارت یو شمیر ښځینه کارکونکو لپاره د لیسانس او ماسټری لوړو زده‌کړو فرصت ورکړل شوی ؤ، چې د پام وړ پایلې یې درلودې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته