د قرآن عظیمالشان د ختم مراسم د رسول الله "ص" د میلاد په مناسبت ترسره شول
د قرآن عظیمالشان د ختم مراسم د میلاد النبي په مناسبت د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ او کارکونکو په شتون کې نن ورځ مخکې له غرمې ونیول شول.
ګډونوالو د قرآن کریم د ختم مراسمو په آخر کې د رسولالله "ص" روح ته د دعا ترڅنګ په هېواد کې د تل پاتې سولې او آرامۍ په اړه د خداوند "ج" دربار ته خپل لاسونه لپه کړل.