کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر عنایت الله مومند دحکومتي وياندويانو سره وکتل
کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر ښاغلي عنایت الله مومند، نن ورځ غرمې دحکومتي وياندويانو سره وکتل؛ په دغه ناسته کې دحکومت د رسنيو مرکز مشر فيروز بشري او یو شمیر سکټوري وزارت وياندويانو ګډون کړی ؤ. په لومړي سر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست اطلاعاتو ته دلاسرسي قانون، دصنايع استخراجي سکټور دمديريت لپاره دحکومت په تګلاره او استراتيژی خبرې اترې وکړي.
همدا رنګه سرپرست وزیر د صنایع استخراجی سکټور په اړه عامه پوهاوي او د معلوماتو په شريکولو ټينګار وکړه؛ دحکومت د رسنيو مرکز مشر فيروز بشري وويل معادن ملي سکټور دی او ددې سکټور پراختيا دافغانستان دخلکو لپاره مهيم بحث دی او په اړه یي دخلکو سره بايد په وخت معلومات شريک شي.