په کانونو او پټرولیم وزارت کې د نظارت او ارزونې خپلواکې کمیټې  MEC سپارښتنې په غور سره واوریدې

Feroz_momp
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱ - ۱۳:۲۶
mec

په کانونو او پټرولیم وزارت کې څلورمه کاري ناسته د انسانی سرچینو د فساد سره د مبارزې د کمیټی او د سیستم د پرختیا پخاطر چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اجراءیه ریاست لخوا د دې وزارت د مالي او اداري مرستیال ښاغلي محبوب الله ربانی تر ریاست لاندې  داءیره او ونیول شوه.

په غونډه کې د کاري ګروپ یو شمیر استازو، د اجرائیوي کمیټې د ایکسپرس سکرتریت، پوهنې وزارت، کورنیو چارو وزارت او د جمهوري ریاست د فساد سره د مبارزې ځانګړي غړي هم ګډون درلود.

چې په نوموړي ناسته کې د څارنې او ارزونې کمیټې (MEC) د سپارښتنو د پرمختګ څرنګوالي او پلي کولو لپاره په حقوفی برخو کې د راولاړ شویو ستونزو په پېژندنه، تشکیلاتو جوړښت، داخلي ارزونه، د وزارت کاري ظرفیت، روڼوالی او ځواب ویل، د قرادادونو ورکړه، جوازونه، د کان کېندنې مدیریت، د کانونو د عوایدو جمع کول او په غیر قانوني ډول د کانونو د استخراج په باره کې بحث وشو.    

د ناستې په اخر کې د ګډې جلسې ر ئیس ټول موضوعات جمع بندي، او دې زمري میاشتې په ۱۴ په کورنیو چارو وزارت کې د ېوې بلې جلسې د نیولو په برخه کې تصامیم ونیول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته