د جیولوژیکي سروې تاریخچه

افغانستان له پخوا زمانې راهیسې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو لکه یاقوت او لاجوردو زېرمو په توګه پېژندل شوی دی. کان کېندنه په زموږ په هیواد کې ۶۰۰۰ کلن تاریخ لري. د لوګر مس عینکو کان تازه شواهد چې په لاس راغلي دي دا یې یو ښه مثال ده.

د نولسمې پېړۍ له پېل څخه مخکې په سیمه کې د منرالي زېرمو ارزولو لپاره سیسټاټیک هڅې چې د بريټانیا نظامي پلاوي لخوا تر سره شوې و، له هغه وخت راپه دې خوا مختلفو جیولوژيکي پلاوو د ابرېشم لارې ساحې یې وڅېړلې او چې  دغه معلومات نن ورځ د افغانستان اوسني جیولوژیکي پوهې بنسټ په توګه ګڼل کېږي.

د افغانستان د منرالونو او جیولوژیکي زېرمو د نوي دورې مطالعې د ۱۹۵۵ کال په جولای میاشت کې د جیولوژي مدیریت په افتتاح سره پېل وکړ، چې دا د منرالونو او جیولوژیکي زېرمو یوې منطمې سروې د پېل نښه د چې له ۳۰ کلونو راهیسې دوام لري چې دغه کورس د نقشه کولو پراخو فعالیتونو ته ځانګړی شوی و. له دې وروسته د جیولوژیکي سروې فعالیتونه او د معدني ظواهرو اکتشاف او همدارنګه د دې تفصلي اکتشاف ارزونه تر سره شوې ده.

د آلماني، ايټالیا او فرانسوي جیولوژيسټان د ۱۹ میلادي پېړۍ په پېل کې په افغانستان کې د جیولوژیکي فعالیتونو او په افغانستان کې د نقشو او د زېرمواسنادو په پراختیا کې د مرستې کولو لپاره اوسېدل، او د نړۍ والو مطالعاتو خلاصې په پای او خپورلو برخه کې مرسته او همکاري وکړه.

په افغانستان کې د تر سره شوي مطالعاتو پر اساس ۱:۵۰۰۰۰۰ جیولوژيکي نقشې ترتیب شوي چې په پایله کې یې له ۱۴۰۰ څخه ډېر معدني ظواهر او د معدني موادو نښې پېژندل شوي. چې دا څېړنې لومړی د ملي جیولوژيکي سروې د کانونو جیولوژي ریاست او وروسته د جیولوژي او منرالونو ریاست په نوم  باندې بدل شو. چې تر دې دمه د اکتشافات منرالونو مهمه پړاو دی او د طبعي زېرمو او  معدني ظواهرو موادو له مخې زیات راپورونه خپاره کړي.

د نورو دولتي ادارو په څېر د افغانستان د جیولوژیکي سروې عمومي ریاست د دوه لسیزو څخه د جګړو له امله خورا سخت ضعیف شوی او د پانګونې نشتو، ګټور پرمختګ او د فعالو پروژو د تر سره کولو لپاره د ځانګړو وړتیاو نشتون لخوا اغېزمن شوی.

په ۱۹۹۲ کال کې د کورنۍ جګړې پر مهال د افغانستان جیولوژیکي سروې ودانۍ سخته زیانمن شوه، د کورنۍ جګړې په جریان کې د جیولوژيکي سندونو، نقشې او نمونې د افغانستان د جیولوژيکي سروې د کارمنداو په همکارۍ او د ډاکټر میر اکبر په لارښونې سره د دې لوی خطرونو سره سره دوی خپلو کورونو ته ولېږدول  او خوندي یې وساتل.

وروسته بیا په ۲۰۰۱ کال کې دغه ارزښتمند معلومات د افغانستان د جیولوژيکي سروې ریاست ته راوړل شول، چې د کانونو او پټرولیم وزرات مشرتابه او د جیولوژيکي سروې معاوین د کارمندانو د زړورتیا څخه مننه وکړه.

 

د نړۍ وال بانک په مرسته او همکارۍ د افغانستان اسلامی انتقالي حکومت رامینځته کېدو وروسته د کان کېندنې سکټور لپاره د پالیسیو او سټراټیژیو جوړولو باندې کار پېل شو. د دې ټولو هڅو سره د جیولوژیکي سروې ریاست باید له سره تنظیم او جوړ شي، چې تر څو د صنعت معیارونو مطابق خپل فعالیتونه تر سره کړي او د جیولوژيکي سروې مډرن ادارې په توګه وپېژندل شي. سربېره پر دې د معاصره میتودونو په کارولو سره د جیولوژیکي نقشې برنامې پلي کولو او د منابعو ارزولو وړتیا لري.

د متحده ایلاتو جیولوژيکي سروې USGS او د بريټانیا جیولوژيکي سرړې GBGS خپلې تخنیکي او څېړنې همکارۍ په ۲۰۰۴ کال کې د جیولوژيکي سروې سره پېل کړې.

په دغو هکماریو کې د ظرفیت لوړولو جامع برنامو پلي کولو لپاره ډیرې کډې هڅې، د جیولوژیکي نقشې جوړول، د هایدروکاربن او معدني زېرمو ارزول، د جیولوژیکي او معدني ډېټابیس او جغرافیاوي معلوماتو سیسټم رامنیځته کول، د جیولوژيستانو او افغان انجینرانو لپاره د روزنې کورسونه او د جیولوجیکي سروې هموهي ریاست بیا روغونه په کې شامل دي.

په دې وروستیو کې د جیولوژي سروې ریاست د کانونو قانون سره سم د افغانستان اسلامي جمهوریت معنیت ته وده ورکړه، وزارت او د جیولوژيکي سروې نوې رهبري اهمیت د نړۍ والو معیارونو سره سم د جیولوژیکي مطالعاتو لپاره د یو تحقیقي او علمي مرجع په توګه ډېر مناسب رول لوبوي.

موخه: د افغانستان جیولوژي سروې معنیت د جیولويکي مطالعاتو په تر سره کولو ، اکتشافي، جیوفزیکي، چاپېریالي، معدني سیمو ثبات، نقشه کول، د کادستر سرویو نقشو ساتلو او خلکو ته د جیولوژیکي معلوماتو خپرولو له لارې د افغانستان خلکو ته د جیولوژیکي ځمکې پېژندلو علمي معلوماتو چمتو کولو مسؤلیت لري. ( د کانونو قانون ۵ ماده ۲۰۱۸ کال، او د سټراټيژۍ اصلاحات)