د اقتصادي وزارتونو د څار هیئت پنځمه غونډه ترسره شوه
د اقتصادي وزارتونو د څار هیئت پنځمه غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه، چې د ټولو اقتصادي وزارتونو استازو پکې ګډون کړی و.
په پیل کې د تېرې غونډې د سپارښتنو د پلي کېدو څرنګوالی وڅېړل شو او د اقتصادي وزارتونو استازو د اړوندو اقداماتو او ترسره شویو فعالیتونو په اړه خپل راپورونه او معلومات د هیئت رهبرۍ ته وړاندې کړل.
ورپسې د هیئت مشر الحاج مفتي عبدالمتین سعید د نویو موضوعاتو په اړه هر اړخیز او تفصیلي معلومات وړاندې کړل. نوموړي د شته ستونزو د حل، د چارو د لا ښه پرمخ وړلو او د تخنیکي هیئت د موضوعاتو د تعقیب په موخه اړوندو وزارتونو ته لازمې لارښوونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې یادې موضوعات دې په همغږۍ او جدي توګه تعقیب شي.
