د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت، کاني پروژو د پلي کېدو او د اړوندو ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د یادو زونونو د کانونو په برخه کې د شته ستونزو، د کاني پروژو د چارو د ښه مدیریت او د کانونو له عوایدو څخه د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه بحث وشو.
د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو والیانو ته ډاډ ورکړ، چې د کانونو له عوایدو څخه به د اړوندو سیمو د خلکو لپاره د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي، څو د کانونو د عوایدو څخه خلکو ته ګټه ورسېږي.سربېره پردې په دې لیدنه کې د کاني پروژو د اغېزمن مدیریت، د چارو پر وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو او د کاني پروژ د امنیت د تامین په اړه یې خبرې وکړې. 
په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزیر د یادو موضوعاتو د عملي کېدو او د اړوندو چارو د ښه پرمخ وړلو پر اړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته