د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له کانونو او د غیرمعیاري پروسس د فعالیتونو مخنیوی وکړي او د دغه بهیر د تنظیم او معیاري کولو په برخه کې لازمې کړنې ترسره کړي.
افغانستان هر کال شاوخوا ۴۰۰ زره ټنه مالګې ته اړتیا لري. چې پر بنسټ یې د کانونو او پټرولیم وزارت د هرات، بلخ، تخار، فاریاب او نیمروز ولایتونو کې د مالګې د استخراج او پروسس په برخه کې له خصوصي شرکتونو سره ۱۳ قراردادونه لاسلیک کړي، چې د کلني تولید ظرفیت یې شاوخوا ۵۰۰ زره ټنو ته رسېږي. دغه ظرفیت د هېواد د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي دی.
د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي، چې د خصوصي برخې په همکارۍ د مالګې د پروسس معیاري کارخونې پیاوړې او د کیفیت ټاکل شوي معیارونه پلي کړي، څو هېوادوالو ته سمه، معیاري او ارزانه مالګه وړاندې او د غیرمعیاري پروسس مخه ونیول شي.
دغه راز، وزارت د مالګې د پروسس له کارخونو سره د همکارۍ او د تولیدي ظرفیتونو د لوړولو له لارې هڅه کوي، چې په راتلونکي کې د افغاني مالګې صادراتو ته زمینه برابره کړي. د شته معلوماتو له مخې، ایران او اذربایجان هم د افغانستان د مالګې له فابریکه‌لرونکو سره د همکارۍ په اړه خبرې اترې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۲۲:۳۶
Background image

د پالیسي او برنامو مرستیال د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسي او برنامو مرستیال شیخ الحدیث عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په ۱۴مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي. . .

بېرته خبرونه ته