د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجهیف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د اکتشاف د هوکړې د عملي کېدو، د طوطي میدان د ګازو پروژې د تړون د پلي کېدو، د ازبکستان د دولتي شرکتونو له لوري د افغانستان په کانونو کې د پانګونې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کانونو په برخه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
همدارنګه، په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړه لیکونو د پلي کېدو بهیر وارزول شو او د افغانستان د کانونو په سکټور کې د پانګونې د لا پراختیا او د ګډو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه ټینګار وشو.
