*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۱
*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس، په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د سرب او جستو او نیش ولسوالۍ د فلورایټ کانونو څخه لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پر مهال پلاوي د سرب او جستو او فلورایټ کانونو څخه دلیدنې سربېره، د کان‌کېندنې شرکتونو له رئیسانو او اړوندو مسوولینو سره د شویو ژمنو د عملي کېدو، د کانونو د قانوني استخراج، د ټولنیزو خدمتونو د وړاندې کولو، د چاپېریال ساتنې او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د کان‌کېندنې شرکتونو استازو ته د یادو برخو د لا ښه پلي کېدو لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې وشوې.
د دغې لیدنې موخه د کانونو د فعالیتونو ارزونه، د شته ظرفیتونو او نیمګړتیاوو پېژندل، د چارو د لا ښه والي لپاره د عملي سپارښتنو وړاندې کول او د کانونو او پټرولیم وزارت د خدمتونو د اغېزمنتیا لوړول وو.

*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۳:۵۱
Background image

*د کندهار ولایت کانونو څخه د چارو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره شوه*

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس، په مشرۍ پلاوي د کندهار ولایت د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د سرب او جستو او نیش ولسوالۍ د فلورایټ کانونو څخه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۴/۲۶ - ۱۸:۲
Background image

د هلمند ولایت د رخامو کانونو شرکتونو له استازو سره د چارو د ښه والي په موخه غونډه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې ریاست رئیس، الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د هلمند ولایت د رخامو کانونو د شرکتونو له استازو سره د همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د جنوب لوېدیځې حوزې د کانونو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د ساتنې د رئیس الحاج مولوي نعمت الله عباس په مشرۍ پلاوي د جنوب لوېدیځې حوزې زابل، کندهار، دایکندي، روزګان او هلمند ولایتونو د کانونو د ریاستونو او. . .

بېرته خبرونه ته