د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
نیوز

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید خان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت له رئیس سره په خپل کاري دفتر کې لاسلیک کړ.

د کانونو او پټرولیم وزیر د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، یاد کان ۰.۶۱۸۵۰۳ کیلومټره مربع مساحت لري او تړون یې د پنځو کلونو لپاره لاسلیک کېږي. نوموړي زیاته کړه، چې یاد شرکت به د دې پروژې په برخه کې په ټولیزه توګه ۸۰۲،۴۷۶،۰۰۰ افغانۍ پانګونه وکړي. همدارنګه د سیمې خلکو ته د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به هم خپلې ژمنې عملي کړي.

د جاوید خان نیازي د کانونو د استخراج او پروسس سوداګریز شرکت رئیس ژمنه وکړه، چې په تړون کې شوې ټولې ژمنې به عملي کوي او د پروژې چارې به په بشپړې روڼتیا او ټاکلي وخت ترسره کوي.

د یادونې وړه ده چې په یاد کان کې د اسلامي امارت برخه ۶۰سلنه ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته