د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
news

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د کانونو رئیس، د کمېټې غړو سیمه ییزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو ریاستونو استازو، د هېواد ګڼ شمېر پانګوالو په شتون کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې یې د پلور داوطلبي ترسره شوه.
په دغه داوطلبۍ کې ۲۴۲ کیلوګرامه بېروج ډبرې د(۲۴۸۵۱۰۰۰) څلور ویشت میلیونه، اته سوه یو پنځوس زره افغانیو په قیمت سره و پلورل شوې، چې په کې د اسلامي امارت ونډه (۲۴۸۵۱۰۰) څلورویشت لکه، پنځه اتیا زره او سل افغانۍ  ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
Background image

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

بېرته خبرونه ته