د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ له لوري په وړیا ډول ترسره کېږي، چې تر دې مهاله یې د محمدجان ډګر په سیمه کې ۶۵ کیلومتره سروې بشپړه کړې ده. ټاکل شوې ده چې په راتلونکي نږدې وخت کې د شمر او آباد بلاکونو سروې چارې هم پیل شي.
د کانونو او پټرولیم وزیر د یادې کمپنۍ له مسوولینو سره د روانو چارو د چټکتیا، اغېزمنتیا او کیفیت په اړه خبرې وکړې او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.
