د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت د تخنیکي پلټنې ریاست د کلني پلان له مخې، د ۱۴۰۴ لمریز کال په لړ کې د ترسره شوې ارزونې د پایلو د شریکولو په موخه، د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست له لوري قراردادي شرکتونه کابل ته راوبلل شول، څو د مخامخ ناستې له لارې د پلټنې پایلې ورسره شریکې شي او شته نیمګړتیاوې په رسمي ډول ورته وړاندې شي.
د لیدنې په ترڅ کې د یاد ریاست رئیس له لوري، د شرکتونو د ستونزو د یادولو تر څنګ، شرکتونو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوې. شرکتونو هم د خپلو فعالیتونو د سمون ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د ریاست ټولې سپارښتنې به په ټاکلي وخت عملي کوي. همدارنګه یې د وزارت له رهبرۍ څخه د تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.
د تخنیکي پلټنې رئیس زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو د ستونزو په حل کې جدي دی. سربېره پر دې د تخنیکي پلټنې ریاست ټینګار کوي چې د هېواد د طبیعي زېرمو د معیاري، قانوني او شفاف استخراج لپاره به خپلې پلټنې دوامدارې وساتي او د یادو شرکتونو د فعالیتونو د سمون او پرمختګ څارنه به کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته