د بدخشان د سرو زرو او بلخاب د مسو د کانونو تړونونه هېڅ ډول قانوني او حقوقي ستونزه نلري
کابل، افغانستان: د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو تړونونه په دې وروستیو کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د کانونو او پترولېم وزارت د سرپرستې او د "ترکیش افغان مایننګ" او "افغان ګولډ اینډ منرالز" شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شو.
د یادو دوو کانونو د داوطلبۍ پروسه په ۲۰۱۲ کال کې اعلان ته سپارل شوې وه.
ترکیش افغان مایننګ شرکت، چې د بدخشان د سرو زرو د استخراج تړون یې لاسلیک کړی، ژمنه یې کړې، چې د اکتشاف مرحلې په لومړیو درېوو کلونو کې به ۲۲ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دغه راز د افغان ګولډ اینډ منرالز شرکت، چې د بلخاب د مسو کان د استخراجولو د تړون ګټونکی دی، د اکتشاف مرحلې په لومړیو درېوو کلونو کې به ۵۶ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د کانونو او پترولېم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفي، د شنبې به ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، چې د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو د کانونو د تړونونو د پروسې په وروستي کولو کې د اړوندو قوانینو ټول حکمونه او د افغانستان د حقوقي او نړیوال مشورتي شرکت مشورې په پام کې نیول شوې دي.
مطفي زیاته کړه، چې د یادو تړونونو په اړه د روڼتیا څار بنسټ وروستۍ ادعا، چې په هغه کې د ګټو د تضاد موضوع ته اشاره شوې، کاملاً ناسم او بې اساسه دي.
د کانونو او پترولېم وزارت ویاند وویل:" حکومت د استجراجی صنایعو د سکتور په ځانګړې توګه د مهمو تړونونو په برخه کې د روڼتیا او حساب ورکونې تضمین کوي او په دې برخه کې د مدني ټولنو د بنسټونو له څارنې څخه هرکلی کوي."
د کانونو او پترولېم وزارت ویاند، عبدالقدیر مطفي او د دغه وزارت حقوقي رییس، ولي الله ځدران په دې کنفرانس کې د یادو تړونونو د ټولو حقوقي پړاونو په اړه رسنیو ته مالومات ورکړل.