د ټاپي پروژې له کاري پرمختګ څخه لیدنه ترسره شوه

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۵:۲۷
images

د افغانستان اسلامي امارت او تر کمنستان لوړ پوړي پلاوي د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو له پرمختګ څخه لیدنه وکړه.
په یادو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري او د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بر دي محمدوف او نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
ښاغلي ملا عبدالغني برادر  دټاپي پروژې د چارو د همغږۍ او چټکتیا په موخه افغانستان ته د ترکمنستان ملي رهبر له راتګ مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې  د اسلامي امارت لیدلوری یوازې ټاپي پروژې پورې  محدود نه دی، بلکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي دهلېز د پراختیا په موخه کار کوي. په دغه دهلېز کې د ټاپ، ۵۰۰  برېښنا د لېږد پروژه، د ریل پټلۍ، سړکونه او نورې اقتصادي پروژې شاملې دي چې اسلامي امارت یې د پلي کېدو، امنیت او دوام لپاره ژمن دی.
همدا راز ښاغلي ملابرادر د ترکمنستان او افغانستان اړیکې لرغونې وبللې او د اړیکو پر لا پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.
 د ترکمنستان ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف وویل: ترکمنستان او افغانستان دوه ښه ګاونډیان دي زموږ دغه اړیکې لا د پراختیا په حال کې دي چې دا ډېر د خوښۍ ځای دی دغه راز یې د اسلامي امارت څخه د یادې مهمې سيمه ييزې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د همکاریو له کبله مننه وکړه، نوموړي د ټاپي پروژې پلي کېدل د ترکمنستان حکومت له لومړيتوبونو څخه یاد کړل او ټاپي پروژه یې د سيمې په اقتصادي ثبات او بدلون ګټوره وبلله زياته یې کړه، د ټاپي پروژې د پلي کېدو لپاره اوسمهال تر ټولو ښه زمینه برابر شوې ده او په سيمه کې يوازينۍ پروژه ده چې نړيوال ملاتړ له ځان سره لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته