د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۳:۴۳
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۴لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۲مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي رضابېکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پراختیا، د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا د بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د هېواد د نفتو او ګازو د اکتشاف، استخراج او د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ایران سفیر په افغانستان کې  بشپړ امنیت او بډایه کاني زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت وباله، دغه راز یې د ایراني شرکتونو د پانګونې او کانونو په برخه کې د تجربو شرېکولو او ګډ کارغوښتنه وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته