د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست رئیس د پروان د تړوني شرکتونو له استازو سره وکتل

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۱۳
news

د هغې لیدنې په ترڅ کې چې د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست د ارزونې ټیم د پروان ولایت د کانونو د تړوني شرکتونو د کاری سیمو څخه تر سره کړې وه، د تخنیکي مالي او اداري نیمګړتیاوو د حل په موخه، د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست رئیس انجنیر عبداللطیف خالد، د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۸مه نېټه د یادو تړوني شرکتونو له رئیسانو او استازو سره د اړوندو موضوعاتو او د کیندنې بهیر د کړنلارې سره سم یې د شرکتونو د چارو د ښه والي په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د کانونو د تخنیکي پلټنې ریاست د ارزونې ټیم له خوا د شرکتونو د رئیسانو مسوولیتونو، د کارکوونکو مکلفیتونو، ستونزو او نیمګړتیاوو په اړه پرزنټېشن وړاندې شو.
د یادو شرکتونو استازو ژمنه وکړه، چې خپلې کاري نیمګړتیاوې او ستونزې به ژر حل کړي او همدارنګه یې د کانونو د کیندنې پلانونو او طرحو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل. دوی خپلې ستونزې او وړاندیزونه د خپلو چارو د ښه والي په موخه شریک کړل او غوښتنه یې وکړه، چې یاد موضوعات دې د وزارت له مشرتابه سره شریک شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته