د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون محصلینو د عملي دورې پای

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۴:۱۲
خبر

د کانونو انسټیټوټ ریاست ته د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د ځمکې لاندې کان کیندنې څانګې ۳۱ تنه محصلین د زده کړو د عملي دورې ترسره  کولو په موخه د ۱۴۰۴ کال د زمري له ۲۰مې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې د اتو ورځو لپاره معرفي شوي وو، د یاد پروګرام اړوند یې د ودانیزو موادو د ماشینري پېژندل، د ودانیزو موادو غلبېل، پرې کول، روښانه او صفا کول په عملي ډول ورته تدریس شول.
همدارنګه محصلینو د مرمرو، سینګاري ډبرو د کیندنې له سیمو څخه چې د سیم پرې کولو له لارې اېستل کېږي لیدنه وکړه. هغوی د روزنې تعلیمي مرکز کې عمودي او افقي صوفونو د Room & Pillar له لارې د صوفونو کیندنې څخه د لیدنې سربېره ورته د تیودولیت، کمپاس او نورو توکو څخه د ګټې اخیستنې په اړه د انجنیرانو لخوا لنډ معلومات ورکړل شول او همدا راز یې د لوګر ولایت د عینک د مسو له کان څخه هم لیدنه وکړه.
د یادې عملي دورې په پای کې د کانونو انسټیټوټ رئیس له لوري محصلینو ته تصدیق‌ پاڼې ورکړل شوې او هغوی ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
 د کابل پولي تخنیک پوهنتون استاد پوهنیار عزیزالله اتمانخېل د دې عملي دورې د جوړولو له امله د وزارت له مشرتابه او د کانونو انسټیټوټ له رئیس څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۲۳:۴۸
Background image

د اندخوی مالګې کان د نښلوونکي سړک رغنیزې چارې پیل شوې


د فاریاب ولایت اندخوی مالګې کان ته د غځېدلي سړک، چې ١٤.٢ کیلومټره مساحت لري د رغنیزو چارو د پرانیستې مراسمو کې د فاریاب والي عبدالاحد افضلي، د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي، د ابوسعید. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۸:۳۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د هرات د سمنټو پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ

د کانونو او پټرولیم محترم وزارت وزیر هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هرات د سمنټو پروژې له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د یادې پروژې مسؤلینو د تطبیقي بهیر، تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۳۶
Background image

په تورغونډۍ کې د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکمن چارواکو هرکلی وکړ؛ د بندر او ټاپي پروژې ګډه لېدنه وشوه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار په ملتیا د خپل رسمي سفر پر مهال تورغونډۍ بندر ته ورسېد، چېرې چې یې پخپله د ترکمنستان د بهرنیو چارو. . .

بېرته خبرونه ته