د تحصیلي څانګو د پېژندلو لپاره د پوښتنلیک ډکولو روزنیز پروګرام ترسره شو

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۴:۲۹
خبر

د تحصیلي څانګو د پېژندلو لپاره د بازار د اړتیا وړ پوښتنلیک د ډکولو روزنیز پروګرام د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتي په ۱۳مه نېټه د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک د عمومي ریاست له‌ خوا د کارکوونکو چارو ریاست د زده ‌کړو آمریت په همکارۍ د کانونو او پټرولیم وزارت د غونډو په تالار کې د مرکزي آمرینو لپاره جوړ شو.
د دې پروګرام موخه په افغانستان کې د بازار د اړتیا وړ تحصیلي څانګو پېژندنه او د لوستي بشري ځواک ترمنځ د عرضې او تقاضا برابري وڅېړل شي ترڅو د ګټورو پرېکړو لپاره زمینه برابره شي.
په پای کې د یاد وزارت استازو له‌ خوا د دغو پوښتنلیکونو د ډکولو په اړه لنډ معلومات وړاندې شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته