په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۹:۳۶
tender

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په ۷مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په یاده بولۍ کې(۳۳۵۷) قیراطه زمرد د(۳۳۲۴۵۰) درې سوه دوه دېرش زره، څلور سوه پنځوس امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۹:۳۷
Background image

د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د جامدو او مایع کانونو د سروې هوکړه لیک د EM SURVEYS شرکت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۷:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي‌رضا. . .

بېرته خبرونه ته