د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران هېواد د کانونو صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۰:۲۴
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ایران هېواد د کانونو صنعت او سوداګرۍ له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د ثور میاشتې په ۲۹مه نېټه ایران هېواد ته د خپل رسمې سفر په لړ کې په داسې حال کې چې په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني یې ملتیا کوله د یاد هېواد د کانونو، صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلی عطابک او نورو اړوندو مسوولینو سره وکتل.
د وزارت سرپرست د هغه هوکړه لیک په اړه چې پخوا د کانونو او پټرولیم وزارت او د یاد هېواد د کانونو صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د سروې، انکشاف او د لابراتوار د توکو په اړه لاسلیک شوی و خبرې وکړې
 په پای کې د یاد هوکړه لیک د عملي چارو د پیل په موخه یې دوه تخنیکي کمېټې جوړې کړې، د غه راز یې په ګڼ شمېر نورو اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته