د وزارت ستر سلاکار د MTA international Company کمپنۍ له رئيس سره وکتل

kamran2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۲۳:۵۴
د وزارت ستر سلاکار د MTA international Company کمپنۍ له رئيس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت ستر سلاکارانجنیر وحید الله حلیمی، د مقام د دفتر عمومي رئیس الحاج معراج محمد معراج د چهارشنبه په ورځ د ۱۴۰۴/۲/۱۷ نېټه  د وزارت د غونډو په تالار کې د ترکیې هېواد د MTA international Company  کمپنۍ له رئیس ډاکټر نایل یلدریم سره وکتل.
په دغه کتنه کې د یادې کمپنۍ رئیس د افغانستان د کاني سرچینو په برخه کې په ځانګړې توګه د مسو، نادره عناصرو او سرو زرو کانونو کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه دغه راز یې د خپلې کمپنۍ د چارو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.
د وزارت ستر سلاکار د هېواد په کاني زېرمو کې د دوی د پانګونې هر کلی وکړ، دغه راز یې په یادو برخو کې ورسره د کانونو د کړنلارې اړوند د هر راز قانوني همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

بېرته خبرونه ته