په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبۍ ترسره شوه

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۶:۴۶
په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبۍ ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۹مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
 (۴۰۴۵) قیراطه زمرد د (۲۲۶،۵۶۰) د دوه سوه شپږ ویشت زره پنځه سوه شپېته امریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
یادې پروسې نه یوازې د زمردو قانوني استخراج لپاره زمینه برابره کړې، بلکې د پانګوالو لپاره د پانګونې او د سیمې اوسېدونکو ته یې کاري فرصتونه هم رامنځته کړي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته