د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ نوی مرستیال معرفي شو

kamran2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۰:۲۵
image

شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال په توګه د وزارت مسوولینو او کارمندانو ته په رسمي ډول معرفي شو.
غونډه چې په همدې مناسبت د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ نېټې د دې وزارت په تالار کې جوړه شوې وه د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او یو شمېر رئیسانو ګډون کړی و.
یاده غونډه د قرآن کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسي د چارو ادارې عمومي رئیس د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیال ته مبارکي وویله، د بدلونونو ګمارنې او مسوولینو په اړه یې خبرې وکړې ویې ویل: د اسلامي امارت د ټولو چارواکو موخه د هېواد او خلکو خدمت کول دي.
ورپسې شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د باور څخه مننه وکړه او ویې ویل: " مقام یو امانت دی موږ باید د چارو پر مخ وړلو ته ځانګړې پاملرنه وکړو او په غوره طریقه یې ترسره کړو."

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته