د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ارغندۍ د مرمر ډبرو پارک څخه لیدنه وکړه

kamran2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۲۳:۱۸
Image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي چې مشري يې د دې وزارت د اقتصادي چارو سلاکار مولوي مطیع الله حقاني کوله، د پلان جوړونې او راپور ورکولو رئیس محمد حارث برومند، د پالیسي د پراختیا رئیس مرتضی واحدي، په داسې حال کې چې د کانونو د ملي کمېټې مشر ښاغلي منصور احمدزي، د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د څارنې کمېټې مشر علي جاوید، د مرکزي زون د مرمر ډبرو د استخراج او پروسس اتحادیې مرستیال او د مرکزي زون د مرمر ډبرو د استخراج او پروسس اتحادیې مشر ښاغلي انجنیر عبدالباري وردګ یې ملتیا کوله د صنعتي پارک د پروسس د بېلابېلو کارخونو څخه لیدنه وکړه.

د وزارت ستر اقتصادي سلاکار د کاني سرچینو د ښه مدیریت په اړه خبرې وکړې او د هغوی فعالیتونه یې ارزښتناک وبلل او د چارو د ښه والي لپاره یې اړینې لارښوونې هم وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته