نیمروز ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۱:۴
نیمروز ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملاهدایت الله بدري د وزارت ستر سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او مل پلاوي د یو رسمي سفر په ترڅ کې یې د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د ګود زرې سیمې د لیتیم کانونو څخه لیدنه وکړه او دیادو کانونو د سروې په موخه یې د انجنیري ټیم ته سپارښتنه وکړه چې تر څو دیاد کان څېړنه وکړي.
دغه راز د وزارت سرپرست د خپل سفر په اوږدو کې د هلمند او نیمروز ولایتونو تر منځ د خانیشن د یورانیمو له کاني سیمو او دېشو ولسوالۍ د بېلا بېلو کاني سیمو څخه لیدنې هم وکړې، سربېره پردې یې د یادو کانونو د سروې په موخه کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

نیمروز ولایت ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست سفر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

بېرته خبرونه ته