د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کابل له والي سره وکتل

kamran_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۱۵:۵۳
kabul

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (۸/۱۰/۱۴۰۳) نېټې د کابل له والي الحاج مولوي امین الله عبید سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د پانګوالو د جلب او جذب، د کاني زېرمو د اغېزمن مدیریت، د کانونو د قاچاق او غیر قانوني استخراج د مخنیوي په اړه یې بحث او خبرې وکړې. د کابل والي د کابل د کانونو د قراردادیانو ستونزې د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی له راتګ څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او کړنلارې سره سم به د یادو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۷:۴۴
Background image

په پلاز مینه کې د شکایتونو اورېدلو صندوقونه نصب شول

داطلاعات اوعامه اړیکوآمریت د شکایتونو د اورېدلو او اړوندو ستونزو ته د لا ښه رسېدو په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت د ننه، د تخنیکي خدماتو آمریت او د کابل کانونو ریاست کې د شکایتونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۲۰:۵۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بادغیس ولایت له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دیاد ولایت د بېلا بېلو کانونو په ځانګړې توګه د ګچو کانونو څخه لیدنه وکړه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۸:۴۵
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه

یو لک‌،شپږ څلویښت زره او دري سوه(١۴۶٣٠٠) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت د دوه زره دوه سوه نه(٢٢٠٩) قیراطه زمردو داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې د والي د استازي، د کانونو رئیس. . .

بېرته خبرونه ته