په کابل ښارکې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پروسس مرکز جوړولو په موخه غونډه ترسره شوه

sp_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۳:۴۴
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 1403/8/20 نېټې د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنیف، د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید بلوچ، د ماليې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر، د اقتصادي معاونیت مالي رئیس حافظ محمد سره په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو پروسس مرکز جوړولو طرحې په اړه په خپل کاري دفتر کې غونډه ترسره کړه.

په دغه غونډه کې یې په کابل ښار کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پروسس مرکز جوړولو، بهرنیو هېوادونو ته دیادو ډبرو لېږد، د کان کیندنې اجازه لیکونو صادرولو، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د خرڅلاو مرکزجوړولو، بازار موندنې، مرکز ته د ډبرو را لېږد، د قیمتي ډبرو د ارزښت او عوایدو په اړه یې هر اړخیز بحثونه او نظرونه شریک کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هېواد د کاني زېرمو په ځانګړې توګه د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د ارزښت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو له پلوه بډایه هېواد دی، دغه راز یې په کابل ښار کې دیادو ډبرو د پروسس مرکز جوړول اړین ګام وباله او په دې برخه کې ورسره د هرډول قانوني همکاریو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته