د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ۳۲۶ هولډینګ شرکت له رئیس سره وکتل

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۳۳
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهارشنبی په ورځ د ۲/۸/۱۴۰۳ نېټې د ترکیې ۳۲۶هولډینګ استخراجي شرکت له رئیس سلیم شیشمان او د هغوی سوډاني او افغاني شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي شیشمان د سرو زرو او جستو کانونو د استخراج او معیاري پروسس په برخه کې پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د افغانستان د کانونو په سکټور کې یې د پانګونې د فرصتونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغوی د نظریاتو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته