هندي پانګوال د افغانستان کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه لېوالتیا څرګنده کړه

sp_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۱۹
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د شنبې په ورځ (14/7/1403) نېټې د هندوستان هېواد د انفرا سټرکچر پراجکټس د کان کیندنې شرکت د دفتر رئیس سرینواش اکاپیډي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

ښاغلي سرینواش اکاپیډي د یاد شوي شرکت د کارونو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل ویې ویل: دا شرکت د کانونو په برخه کې له دېرشو کلونو څخه د زیاتې کاري تجربې، انجنیرانو او روزل شویو متخصصینو په درلودلو سره فعالیت کوي، دوی دغه راز د فلزي کانونو، قیمتي ډبرو، نفت او ګاز په برخه کې خپله لېوالتیا وښوده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد په کانونو کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل اړوند به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې له دوی سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۹:۵۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د تاجکستان هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ١٤٠٤ لمریزکال د لیندۍ میاشتې په ٢٠مه نېټه له افغان او تاجک پانګوالو سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هېواد د کاني زېرمو په برخه. . .

بېرته خبرونه ته