د غزني ولایت د کانونو د څارنې کمېټې غونډه تر سره شوه

sp_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۴ - ۸:۴۲
س

د غزني ولایت د کانونو د څارنې غونډه د غزني ولایت د کانونو د رئيس په مشرۍ د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ او د اقتصاد رئیسانو د آمنیه قومندان، استخبارات، چاپیریال ساتنې، اوبو او انرژي، کرنې او مالدارۍ او د علماوو شورا د استازو په ګډون د 12/ 6/ 1403 نېټه د یاد ولایت د کانونو د ریاست په مقام کې تر سره شوه.

غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل شوه. وروسته د غزني ولایت د کانونو رئیس الحاج مولوي حضرت یوسف صهیب ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل. او همدارنګه یې د یادې کمېټې پر مسولیتونو خبرې وکړې او خوښي یې څرګنډه کړه چې د کمېټې په رامنځته کولو سره مو د غزني ولایت له کانونو څخه سمه ساتنه، ښه مدیریت او د غیري قانوني استخراج مخه نیول شوې ده.

په پای کې د غونډې ګډونوالو د کانونو دلا ښه مدیریت په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د کانونو د څارنې په برخه کې یې د هر راز همکاریو ژمنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته