د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام دفتر ته نوی رئیس معرفي شو

sp_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۸ - ۱۲:۲
س

د کانونو او پټرولیم وزارت د مقام په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د حکم په اساس الحاج محمد معراج "معراج" د مقام د دفتر د نوي رئیس په توګه د پنجشنبې په ورځ 8/6/1403 نېټې د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي، مالي او اداري مرستیال مولوی حسام الدین صابري له لوري د یو شمیررئیسانو په شتون کې معرفی شو.

په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې مالي او اداري مرستیال خبرې وکړې ویې ویل: په اداره کې بدلون یو اصل دی او هر مسوولیت امانت دی، نوموړي دغه راز د پخواني رئيس دکارونو ستاينه وکړه او نوي رئيس ته يې په دندو کې د لا زياتو برياوو او خدمتونو هيله وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته