د ډايکنډي ولايت د سیند شګو په کانونو کې ګڼ شمېر کسان په کار بوخت دي

sp_admin
چهارشنبه, اګست 28 2024 8:20 AM
س

د دغه ولایت د سیند شګو په کانونو کې چې د مروارید نیلي افغان د استخراج شرکت سره یې قرارداد شوی دی په مستقیم او غیر مستقیم ډول له 60 څخه زیات کسان پکې په کار بوخت دي.

د یاد شرکت له لوري د ډایکنډي په مرکز نیلي کې په څلورو سیمو کې اوس مهال په پوره روڼتیا سره کار پرې روان دی دغه راز د شرکت د ژمنو سره سم د ټولنیزو خدمتونو او چاپيریال ساتنې برخې ته یې هم پیسې ځانګړې کړي چې دپلان سره سم به یې په راتلونکې کې پلي کړي.

د یاد شرکت د مسئولینو پر وینا د کارونو په پراختیا سره به لا زیات شمېر کسانو د کار زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه, نوومبر 13 2024 2:47 PM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هالنډ هېواد له پانګوالو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د چهار شنبې په ورځ د 1403/8/23 نېټې په خپل کاري دفتر کې د هالنډ هېواد له پانګوالو سره وکتل.

په دې کتنه کې هالنډي پانګوالو د. . .

چهارشنبه, نوومبر 13 2024 12:20 PM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نورستان له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري نن چهارشنبه د 1403/8/23 نېټې د نورستان ولایت له والي ښاغلي قاري زین العابدین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د. . .

سه شنبه, نوومبر 12 2024 3:08 PM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کابل د علماوو شورا له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د سه شنبې په ورځ (1403/8/22) نېټې د کابل ولایت د علماوو شورا له مرستیال ښاغلي مولوی ظاهر خان "خادم" او مل پلاوي سره په خپل. . .

بېرته خبرونه ته