د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال معرفي شو

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۳:۷
س

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د حکم په اساس د چارو ادارې د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت د تشکیلاتو د بیا کتنې ریاست مخکنی رئیس مولوي حسام الدین صابري د دوشنبې په ورځ د 29/5/1403 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري، د پلان او پالیسي مرستیال شیخ الحدیث ضیاء الرحمن الاریوبي او رئیسانو په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال په توګه د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور له لوري معرفي شو.

په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د وزارت د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، د افغانستان د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: د اسلامي امارت رهبري هڅه کوي چې د نظام په جوړولو کې با استعداده او په کار پوه کسان ځای پر ځای کړي، چې په خپلو مسؤلیتونو کې صادق اوسي او دې کړېدلي ملت ته د خدمت جوګه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۸:۵۴
Background image

دیدار وزیر معادن و پترولیم با هیئت قزاقستان

محترم الحاج ملا هدایت‌الله بدری، وزیر معادن و پترولیم  چهارشنبه مورخ ۱۴۰۴/۷/۱۶ با  ژانی بیک تایزانوف معین وزارت ترانسپورت، شارخان ایران معین وزارت صنعت و ساختمانی، میربیکوف یرکین رئیس. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۸
Background image

وضاحت

په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې آوازې خپرې شوي، چې ګویا د خان محمد وردګ په نامه کوم کس د کانونو او پټرولیم وزارت کې د مدیره پلاوي ریاست د رئیس په توګه ټاکل شوی، کانونو او پټرولیم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۲:۶
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د کونړ ولايت د کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د کونړ ولایت کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله د یادې څېړنې وروسته یې د. . .

بېرته خبرونه ته