خبرتیا

sp_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۲:۴۷
س

کانونه د ملت مشترک مال دی، ګټه او تاوان یې عام ولس ته رسېږي همدارنګه غیرقانوني کان کیندنه او د هغې لیږد نه یوازې دا چې لوی جنایت دی بلکې د اسلامي شریعت له مخې ناروا او حرام عمل ګڼل کیږي، ددې ترڅنګ عامه شتمني او طبیعي زېرمې د بیت المال یوه برخه ده، د اسلام مبارک دین د بیت المال سره خیانت، بې پروایي او یا د شخصي ګټو لپاره د هغې کارول لویه ګناه او جرم بللی دی، دا چې له یوې خوا مو خپل شرعي او اسلامي مسوولیت اداء کړی او له بلې خوا مو په هېواد کې د غیري قانوني کړنو مخه نیولې وي له تاسو  ټولو هېوادوالو څخه په درنښت هیله کوو، چې د غیرقانوني کان کیندنې او  د هغې د لیږد سره د مخ کېدو په صورت کې د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند له کانونو د ساتنې ریاست سره په (0773022937/0202927135)شمېرو اړیکه ونیسئ، چې د ژغورنې په اړه یې بیړنۍ او عاجلې کړنې ترسره شي.

ستاسې راز خوندي ساتل کیږي".

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته