دامو دریا نفتي حوزې د 25 څاګانو افرګشايي ترسره شوه

urgent_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۶ - ۸:۵۰
س

د امو دریا نفتي حوزې د 18 نویو څاګانو د کیندنې، د 5 څاګانو د ترمیم او د 2 څاګانو د اکتشاف آفر ګشايي غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د یو شمېر رئیسانو، ټاکلي پلاوي او داوطلبو شرکتونو په شتون کې د یاد وزارت په مقام کې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.

په دغه آفرګشايي کې 3 شرکتونو ګډون کړی و، چې د هغو له جملې څخه د Zhen Xing Oilfild Technical Service FZE شرکت د 35 میلیونو ډالرو د کم او مناسب قېمت په وړاندې کولو سره ګټونکې اعلان شو.

د یادونې وړ ده چې د تېرې ادارې(جمهوریت) پر مهال  یوي څاه کيندنه په 8.5 میلیون ډالرو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوې وه، اوس مهال د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د یوې څاه کیندنه د 1.75 میلیونه ډالرو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوه، په ټولیزه توګه 20څاګانوکیندنه  35 میلیونه ډالره کېږي ، چې د تېرې ادارې د قرارداد په پرتله 135 میلیونه ډالروپه توپیر دهیواد اوملت په ګټه تمام شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته