د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کارار کمپنۍ له استازو سره ولیدل
![ss](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-05_at_1.31.25_pm.jpeg)
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفترکې د ایران هېواد کارار کمپنۍ له استازو سره ولیدل.
د کارار کمپنۍ استازو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست په لیدنې خوښي څرګنده کړه دغه راز یې د خپلې کمپنۍ په اړه چې په بېلابېلو هېوادونو کې کاري تجربه لري هر اړخیز معلومات وړاندې کړل د هېواد د کانونو په برخه کې په ځانګړې توګه د جستو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په موخه د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ دغه راز یې د کانونو د قانونو او طرزالعمل مطابق ورسره د همکاریو ژمنه وکړه.