د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بدخشان ولایت له والي سره وکتل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۱۵
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفترکې د بدخشان ولایت له والي ښاغلي قاري محمد ایوب خالد سره په لیدنه کې په ټول هېواد کې د سرتاسري امنیت د یاد ولایت د کاني زېرمو د مدیریت، د کانونو د استخراج پر څرنګوالي، خلکو ته د کاري زمینې برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
د بد خشان والي د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره په لیدنې خوښي څرګنده کړه، دغه راز یې د یاد ولایت د کانونو په برخه شته ستونزې او وړاندیزونه د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بدخشان والي ته ډاډ ورکړ چې دشته امکاناتو په شتون کې به دیاد ولایت د کانونو د ساتنې سربېره د خلکو ستونزو ته هم رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۸ - ۲۰:۵۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د بادغیس ولایت له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري او مل پلاوي بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دیاد ولایت د بېلا بېلو کانونو په ځانګړې توګه د ګچو کانونو څخه لیدنه وکړه.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۸:۴۵
Background image

د پنجشېر ولایت زمردو داوطلبي ترسره شوه

یو لک‌،شپږ څلویښت زره او دري سوه(١۴۶٣٠٠) امریکایي ډالرو په ارزښت د پنجشېر ولایت د دوه زره دوه سوه نه(٢٢٠٩) قیراطه زمردو داوطلبي د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې د والي د استازي، د کانونو رئیس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۶ - ۱۸:۳
Background image

د صادراتو په برخه کې د روزنيز پروګرام جوړېدل

د MIS ریاست د کاني موادو د صادراتو په برخه کې د روزنيز پروګرام او د هغه د نښلولو څرنګوالی د مالیې وزارت د ګمرکاتو اسیکودا سیسټم سره د تړونونو پلي کېدو او تنظیم، د لویو کانونو ریاست. . .

بېرته خبرونه ته