د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په چین کې د افغانستان له سفیر سره وکتل

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۹ - ۱۲:۵۰
s

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې په چین هېواد کې دافغانستان له سفیر ښاغلي مولوي احمد ګل بلال کریمي سره وکتل او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د لویو او کوچنیو کانونو د قراردادونو په اړه یې هراړخیزې خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ښه راغلاست سربېره یې د امو دریا نفتي حوزې، د سمتي د سروزرو او دویم مس عینک کان د قراردادونو په اړه خبرې وکړې زیاته کړه: د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکټور کې د پانګونې شرایط روښانه دي او موږ د پانګونې لپاره فرصتونه را منځته کړي دي، چې یو له مهمو شرایطو څخه دا دی چې په هېواد کې دننه به سل سلنه پروسس کوي، په دې توګه ټول ملي او نړیوال پانګوال کولای شي د هېواد په کاني زېرمو کې پانګونه وکړي.
 د وزارت سرپرست همداراز د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې سمتي د سرو زرو کان، د کوچنیو او لویو کانونو د قراردادونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې.
ورپسې په چین کې د افغانستان سفیر د امو دریانفتي حوزې او مس عینک کان د قراردادي کمپنیو له استازو سره د خپلو لیدنو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: چینايي پانګوال غواړي د افغانستان په کانونو کې لا زیاته پانګونه وکړي.
دغه راز هغه د استخراجي صنايعو د سکټور د پراختيا په موخه د ځينو مقرراتو پلي کول اړين وګڼل او ژمنه يې وکړه، چې د کان کیندنې په پروژو کې به د پانګونې په موخه چینايي پانګوالو د جلبولو په برخه کې له هيڅ ډول هڅو څخه ډډه ونه کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۰:۴۰
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه


د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ ماوې سیمې کې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د یاد ولایت د کانونو رئیس مولوي سید رحیم د کمېټې غړو سیمه یزو مسوولینو د ولایتي ادارو د بېلابېلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۴:۱۵
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د کونړ ولایت نفرایټ ډبرو داوطلبي ترسره شوه

د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د کوزچنچن سیمې د (۵.۴۹) ټنه نفرایټ ډبرو د پلور داوطلبي د منرالونو د تنظیم او کاډسټر عمومي رئیس ملا عبدالرحمن رحماني، ټاکلي هئیت او داوطلبو شرکتونو په. . .

بېرته خبرونه ته