د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د TOYAR قراردادي شرکت له رئیس سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۱ - ۹:۱۳
ss

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د چین هېواد دویم مس عینک قراردادي شرکت له رئیس او مل پلاوي سره دیادې کمپنۍ د پرمختګونو او فعالیتونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د تویار شرکت رئیس د یادې پروژې د اکتشافي کارونو په اړه خبرې وکړې او د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه یې خپل وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.
د وزارت سرپرست مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د چين د پانګوالو شتون يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د ټينګښت او پراختيا لامل وباله، دغه راز يې د ياد شرکت د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې او په هېواد کې دننه یې د مسو د سل فیصده پروسس په اړه ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۱۲:۲۵
Background image

د کاپیسا ولایت د کانونو د ساتنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کاپیسا ولایت د کانونو د ساتنې کمیټې غونډه د دې ولایت د مرستیال شیخ اسدالله سنان په مشرۍ، د کانونو د رئیس الحاج عنایت الله ابلاغ، د امنیه قومندانۍ استازي، د استخباراتوریاست مرستیال او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د اذربایجان او قرغزستان د کانونو وزارت له مرستیالانو سره وکتل

دکانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ نېټې د قرغزستان د کانونو وزارت له پخواني مرستیال الماس بیک تومانوف، د اذربایجان د کانونو وزارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۲:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د کندهار ولایت د فلورایټو له کان څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ دغنیګي سیمې د درېیم بلاک د فلورایټو له کان څخه لیدنه ترسره کړه.
په دغه لیدنه کې یې د یاد کان چارې له نږدې څخه و څېړلې او. . .

بېرته خبرونه ته