د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په امریکا کې میشت افغان پانګوال سره وکتل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱/۱۱ - ۸:۵۹
cc

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د HEAVEN CAPTAL GROUP کمپنۍ له رئیس ښاغلي احمد محمد علي رحیمي سره وکتل. 
یاد پانګوال د نفت او ګازو او قېمتي ډبرو کانونو او په نورو بېلا بېلو برخو کې د خپلې کاري سابقې په اړه معلومات وړاندې کړل، د افغانستان د کانونو په برخه کې دپانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د هغه د لېوالتیا هرکلی وکړ ویې ویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د نفتو او ګازو په ګډون بېلابېل کانونه اعلان ته سپارلي او کولای شی چې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړئ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته