له شبرغان څخه مزار ته د ګازو د نل لیکې چارې ۶۳ سلنه بشپړې شوي دي

firoz_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۴ - ۱۳:۱۰
ss

له شبرغان څخه مزار شریف ښار ته د ګازو نل لیکه چې د اسلامي امارت له لوري ورته ۶۰۹ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي دي، د ۹۵.۵ کیلومټره په اوږدوالي سر ه به په څلورویشت ساعتونو کې ۱.۵ میلیونه متر مکعب ګازو د انتقال وړتیا و لري.
ددغې پروژې چارې په نړیوالو معیارونو سره د افغان انجنیرانو له خوا ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده، چې له دغو ګازو څخه به په مزار شریف ښارکې د برېښنا، غضنفر پاور، د ښيښو جوړونې کارخونه او همدا راز به ترې په صنعتي پارکونو کې ګټه واخیستل شي.
په یادو کارخونو کې به ګڼ شمېر هېواد والو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د برېښنا، ښيښو جوړولو او په ډېرو نورو برخو کې افغانستان د ځان بساینې خواته نږدې کړي.
اوس مهال د شبرغان د ګازو له څاه ګانو څخه د ورځې ۶۵۰ زره متر مکعب ګاز استخراج کېږي، چې د آقچې او شبرغان ښار کې د کورونو تر څنګ بیات پاور او برېښنا او په نور بېلابېلو برخو کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۱۹
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ازبېکستان د سفیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلی عبدالرحمن قانت د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۹مه نېټه د ازبېکستان جمهوریت د سفیر له مرستیال بهادر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۲۲:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال د ایران او افغانستان په ګډه غونډه کې ګډون وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په ملتیا ایران هېواد ته د خپل رسمي سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۲۰:۳۸
Background image

د هرات ولایت د مالګې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۱۴مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د دویم بلاک تړون، چې ۹.۷ کیلومټره. . .

بېرته خبرونه ته