د میدان وردګ ولایت سنګ سیاه سیمې ترازو کې د لوړ تناژ د مدیریت سیسټم نصب او پلی شو

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۱۰:۳
ss

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یاد وزارت د MIS عمومي ریاست سره په ناست کې د یاد ریاست له لوري د میدان وردګ ولایت د لوړ تناژ ترازو د مدیریت سیسټم د پلي کېدو په موخه د پرزنټېشن له لارې معلومات وړاندې کړل.
د MIS ریاست د دغه سیسټم نصب او پلي کول د عواید راټولولو، کنټرول او د هېواد د کانونو سکټور څخه د څارنې او روڼتیا په برخه کې اړین و باله ویې ویل: دغه سیسټم د پوروړو شرکتونو له لوري د کاني موادو انتقال، هغه شرکتونه چې رسمي مکتوب یې نه وي صادر شوی او یا هم د وزارت د مقام حکم ونه لري، هغه شرکتونه چې قرارداد یې لغو شوی او یا ځنډول شوی وي له دغه سیسټم څخه کنټرولېږي او له  انتقالاتو څخه مخنیوی هم کوي.
په پام کې ده چې دغه سیسټم د سمنګانو ولایت سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې نصب او پلی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۷:۳۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د اوو زونونو له والیانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریزکال د تلې میاشتې په ۲۲مه نېټه د اوو زونونو له والیانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او د کانونو د مدیریت،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د مالګې له کانونو څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ یو پلاوی ټاکل شوی، چې د اړوندو ولایتونو له مسوولینو سره په همغږۍ په ټول هېواد کې د مالګې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې غونډه ترسره شوه

په بندرونو کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو د څار کمېټې لومړنۍ غونډه، د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته