د سرو زرو، اوسپنې، ډبرو سکرو او کرومایټ د لویو کانونو پروژې لاسلیک شوې.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۱۳:۲۱
سس

د بغلان ولایت د سرو زور، د پروان ولایت د کرومایټ، د هرات ولایت د ډبرو سکرو او اوسپنې لویو کانونو تړونونه د (10،105،910،825) لس میلیارده، یو سل پنځوس میلیونه، نه سوه لس زره او اته سوه پنځه ویشت افعانیو په ارزښت له خصوصي شرکتونو سره لاسلیک شوو.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د لویو کانونو د څلورو پروژو د قراردادونو د ورکړې په مراسمو کې د دغو پروژو د معلومات تر څنګ وویل: په بغلان، پروان او هرات ولایتونو کې د سرو زرو، اوسپنې او کرومایټ کانونه چې په امضاء ورکول کېږي په مجموعي ډول به څه باندې لس میلیارده افغانۍ پانګونه او په لسګونه زره نفرو ته به په مستقیم او غیري مستقیم ډول د کار زمنیه برابره شي.  
او همدارنګه د امیر المومینی حفظه الله د فرمان په اساس په پنجشیر ولایت کې 1700 کانونه تثبیت شوي دي او د 450 کانونو ته د کان کېندنې جوازونه ورکړل شوي دي چې کان کېندونکي یې زمرود په پنجشیر ولایت کې د داوطلبۍ له لارې پلوري. په دغه کې 10 سلنه سهم د امارات او 90 فیصده یې د اړوند کان کېندونکي ده او همدا راز د پنجشیر 10 زره خلک په کې په کار بوخت دي. 
شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د آمو دریا حوزې د نفتو د استخراج په اړه هم معلومات ورکړل او وویل: چې 18 څاه ګانې فعاله دي او په ورځني ډول د 1100 ټنه په اندازې سره نفت استخراج کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست همدارنګه د څلورو نورو لویو قراردادونو په اړه چې د اعلان په مرحله کې دي معلومات ورکړل او ویې ویل: په دغو پروژو کې د پنجشیر ولایت د اوسپنې کان، په جوزجان ولایت کې د سمنټو د تولید فابریکه، په غور ولایت کې د تولک ډبرو سکرو او په کندز ولایت کې د سرو زرو کانونه شامل دي پانګوال کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه ورکړي.
په دې مراسمو کې د قراردادي شرکتونو مسوولینو هم خبرې وکړې او ویې ویل: موږ د افغانستان د اسلامي امارت له مشرتابه په ځانګړې توګه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه د پانګوالو لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو او د دغه وزارت له همکاریو څخه مننه کوو. 
د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ د قره ذغن د سرو زرو د پروژې تړون د (124،979،100) یو سل څلور ویشت میلیونه، نهه لکه او نهه اویا زره او سل افغانیو په ارزښت د اسلامي امارت 55 سلنه رویالټي سره د مدثر آشنا استخراج او پروسس او باختر یونین شرکتونو سره لاسلیک کړ.
د پروان ولایت د کوه صافي د کرومایټ تړون د (180،206،000) یو سل اتیا میلیون دوه سوه شپږ زره افغانیو په ارزښت في ټن (11300) افغانیو په ارزښت د علیم شاه بابا استخراج او پروسس او د جاوید نیازي د استخراج او پروسس شرکتونو سره لاسلیک کړ.
د هرات ولایت د پشتون زرغون اوسپنې تړون د (140،105،459) یو سل څلوېښت میلیونه، یو سل پنځوس زره او څلور سوه نهه پنځوس امریکايي ډالرو په ارزښت د اسلامي امارت 20 سلنه رویالیټي سره له هنګرایان غرب شرکت سره لاسلیک کړ.
د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د چوبي جومات د ډبرو سکرو ټړون د (151،728،195) یو سل یو پنځوس میلیونه، اوه سوه اته ویشت زره او یو سل پنځه نوي افغانیو په ارزښت في ټن د 2200 رویالیټي سره له حضرت بلال خالد لمیټد شرکت سره لاسلیک کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته