د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نورستان له والي سره وکتل

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۱۵:۲۲
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د نورستان له والي ښاغلي شیخ شېراحمد حقاني او دیاد ولایت له مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ یې د یاد ولایت د کاني زېرمو د مدیریت او لیتیم کانونو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
همدا راز د نورستان والي او مشرانو خپلې ستونزې، غوښتنې، دیاد ولایت د خلکو اړتیاوې په ځانګړې توګه د سرکونو جوړول د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هغوی ته ډاډ‌ ورکړ، چې د شته امکاناتو په شتون کې به د یاد ولایت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته