د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نفتو پروسس د کارخونو له مسئولینو سره ولیدل

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۴:۴۶
سس

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د نفتو پروسس د آتو کارخونو له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.
په دغه لیدنه کې د یادو کارخونو استازو د نفتو پروسس، تصفیې او ظرفیت د کارخونو پراختیا په اړه معلومات وړاندې کړل، د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه یې غوښتنه وکړه، چې د نفتو د کارخونو له مسئولینو سره همکاري وکړي.
په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د نفتو پروسس فعالیتونو د پراختیا په برخه کې د هغوی د خبرو له اورېدو څخه وروسته یې په هېواد کې د معیاري کارخونې پر جوړولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته