د خوست ولایت کانونو د ساتنې کمېټې ناسته ترسره شوه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۱ - ۱۰:۳۲
ثث

د کانونو ساتنې کمېټې غونډه د خوست ولایت د کانونو د رئیس الحاج مولوي صادق جان حمزه په مشرۍ چې پکې د امنیه قومندانۍ استازی، د استخباراتو مرستیال د کمېټې غړو ګډون درلود، د یاد ولایت د کانونو په ریاست کې ترسره شوه.
په دغه ناسته کې د خوست ولایت کانونو رئیس د قراردادونو د ارزونې او څرنګوالي، د کانې زېرمو د مدیریت او د هغو د ارزښت، له قاچاق څخه مخنیوی او کانونو د ساتنې په اړه یې خبرې وکړې زیاته یې کړه: د افغانستان کانونو د هېواد د ټولو وګړو ګډه ملي پانګه ده، د هغو ساتنه زموږ د ټولو مسوولیت او دنده ده.
په همدې موخه د کمېټې غړو د غونډې په پای کې خپل نظریات واورول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۲۰:۱۹
Background image

د غزني ولایت د زرکشانو کان هوکړه لیک لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۴لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۹مه نېټه د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان هوکړه لیک د اکشتاف، استخراج او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د MCCT او MJAM له رئیسانو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د سه‌شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د MCCT عمومي رئیس او د مس عینک پروژې قراردادي MJAM رئیس سره په خپل کاري. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۹
Background image

د تخنيکي پلټنې رئيس د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

 

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنيكي پلټنې رئيس حافظ انجنیر عبداللطيف خالد او د یاد ریاست تخنيکي ټيم، چې د بامیانو ولایت د سرب او جستو کانونو څېړنه یې ترسره کړې وله، د یادې. . .

بېرته خبرونه ته